دغه نوماندان وايي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون په رایو کې پراخې درغلۍ کړې دي نو ځکه یې په اعتراضونو لاس پورې کړی دی. دوی تور پورې کوي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون په فساد کې ښکېل دی نو باید په دغه ولایت کې وروستۍ اعلان شوې پایلې باطلې اعلان او له سره ټاکنې وشي. دوی کابل ښار ته راغلې څلور لارې بندې کړې دي او موټرونو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي. اعتراض کوونکي وایي تر هغه یې چې غوښتنې نه وي منل شوې خپلو مدني فعالیتونو ته به ادامه ورکوي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون بیا ویلي وو، پایلې اعلان شوې دي، نو هغه نوماندان چې اعتراض لري خپل شکایتونه دې د شکایتونو خپلواک کمیسیون کې ثبت کړي او د شکایتونو تر څېړنې او ارزونې وروسته به نهايي پایلې اعلانېږي.