په بلوچستان ایالت کې د کوټې- کراچۍ پر لویه لار د موټرو د ټکر له امله خونړۍ پېښه رامنځته شوې ده. دا پېښه تېره شپه ناوخته د بلوچستان په لسبیلا سیمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې له کراچۍ نه د بلوچستان پنجګور سیمې ته روان مسافر وړونکی موټر د تېلو له یو ټانکر سره ټکر وکړ. د چارواکو په خبره په یاده پېښه کې لږ تر لږه ۲۷کسان مړه شوي دي. یوه چارواکي شبیر مینګل د پېښې په اړه رسنیو ته ویلي چې د بس او ټانکر تر منځ د ټکر له امله په بس موټر کې اور لګېدلی او درنه مرګ ژوبله یې اړولې ده. د هغه په خبره په دغه بس کې ټولټال ۳۶کسان سپاره وو چې یوازې ۱۰ تنه یې ټپیان او نور ټول مړه شوي دي. هغه ونه ویل چې په پېښه کې ښځې او ماشومان هم وو او کنه خو زیاته یې کړه چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د بلوچستان په ایمرجنسي روغتون کې بېړنی حالت اعلان شوی دی. هغه دغه راز ویلي چې د پېښې په اړه څېړنې پیل شوې دي.