د ملي امنیت یوې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط رسنیو ته ویلي، په میدان وردګو ولایت کې د ملي امنیت پر مرکز پروني برید کې ۴۳ کسان وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان دي. سرچینه وایي چې په دغه ډله ییز برید کې یو بل پر چاودېدونکو توکو بار موټر هم وو چې شنډل کړل شوی دی او درې ځانمرګي بریدګر هم وژل شوي دي. په ورته وخت پرون ځینو رسنیو راپورونه خپاره کړل چې په دې پېښه کې ۱۰۰ کسان وژل شوي دي خو تر اوسه تایید شوی نه دی. ځینې لوېدیځې رسنۍ بیا وايي، افغان حکومت هڅه کوي چې د خپلو ځواکونو مرګ ژوبله کمه وښيي. د برید پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستې او ویلي یې دي چې په یاده پېښه کې یې لسګونو ځانګړو ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.