سولې شورا وایي، تر راتلونکو پنځو میاشتو به د سولې په خبرو کې ډیر پرمختګ وشي. د یادې شورا ویاند سید احسان الله طاهري نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، تر راتلونکو پنځو میاشتو پورې به د حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ مذاکراتو ته زمینه مساعده شي. سولې شورا وايي، د امریکايي عسکرو د موجودیت په تړاو وروستۍ پریکړه د افغان حکومت او طالبانو تر منځ ده، نه د نورو هېوادونو. طاهري دغه راز زیاته کړه، د سولې شورا د دارالانشا مشر او په سیمه ییزه اجماع کې د ولسمشر سلاکار عمر داوودزی به سبا چین ته لاړ شي. نوموړي چین ته د داودزي د سفر په اړه وویل چې هغه به له چینایي چارواکو سره د افغان سولې په تړاو خبرې وکړي او مهم بحث به یې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پر سر وي.