د روسي رسنیو د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې روسیه د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره بلې لیدنې ته چمتو ده. هغه ویلي چې خلیلزاد ممکن د روان کال په فبروري میاشت کې له روسیې لیدنه وکړي. کابلوف زیاته کړې چې که خلیلزاد چمتو وي دوی د دې لیدنې لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړې او لازم چمتوالی لري. کابلوف که څه هم په دې لیدنه کې د خلیلزاد خوښې ته لومړیتوب ورکړی دی خو زیاته کړې یې ده چې ممکن خلیلزاد د فبروري میاشتې تر وروستیو پورې مسکو ته ورشي. هغه د دې لیدنې موخه د افغان سولې برخه کې له امریکا سره همکاري په ګوته کړې ده او ویلي یې دي دوی د افغان سولې برخه کې هر راز اسانتیا برابرولو ته چمتو دي. دا په داسې حال کې ده چې خلیلزاد اوس په قطر کې له طالب استازو سره په خبرو بوخت دی. که څه هم د یادې لیدنې بشپړ جزیات نه دي خپاره شوي خو طالبانو ویلي چې په دې لیدنه کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو بحث کېږي.