که څه هم په قطر کې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالب استازو ترمنځ د پیل شویو خبرو جزیات لا نه دي ورکړل شوي، خو اجراییه ریاست هیله مندي ښيي چې د دې ناستې په پایله کې به وسله وال طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته چمتو شي. د یاد ریاست ویاند فریدون خوځون ویلي، له قطر وړاندې زلمي خلیلزاد پاکستان ته سفر درلود او تر ډېره داسې فکر کېږي چې پاکستان به د افغان سولې برخه کې عملي اقداماتو ته خپل چمتووالی ښودلی وي. هغه وایي طالبان هم نور پوهېږي چې مخامخ خبرې د افغان حکومت کار دی او روانې هڅې یوازې د مذاکراتو د زمینې مساعدولو لپاره روانې دي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې په وار وار له افغان حکومت سره له خبرو انکار کړی دی.