د کابل ولایت په شکر درې ولسوالۍ کې د کرنیزو محصولاتو د پروسس او بسته بندۍ د یو مرکز چارې بشپړې او یاد مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه مرکز د ۷ میلیونو او ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شوی دی چې د ۴۰ مټریک ټنو کرنیزو محصولاتو د پروسس وړتیا لري.
همدا راز یاد مرکز په یوه اونۍ کې د ۶۰۰ کیلوګرامه تازه مېوو د وچولو وړتیا هم لري. د یاد مرکز په جوړېدو سره د شکر درې ولسوالۍ بزګران خوښي ښيي او وايي، که یې محصولات وساتل شي او په وخت ورته ښه بازار پيدا شي، نه یوازې دا چې له دې سره به د دوی ستونزې کمې شي، بلکې محصولات به یې هم ورسره زیات شي چې تر ډېره به د هېوادوالو اړتیاوې پوره کړي.