د طالب استازو او د افغان سولې برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر منځ د تړلو دروازو تر شا خبرو اندېښنې راپارولې دي. پخوانی افغان ډیپلوماټ عمر صمد وایي د طالبانو او امریکا ترمنځ ټولې څلور پړاوه خبرې د تړلو دروازو شاته شوې دي او د خبرو له جریان نه ډیر کم جزییات بهر وتلي دي. هغه وایي، په دې خبرو کې باید خلکو او مدني بنسټونو ته معلومات په شفافیت ډول وړاندې شي. هغه دغه راز وایي، طالبانو سره مصالحه کې د امریکا بیړې د افغانستان دولت په سخت موقف کې درولی دی. د نوموړي په باور یوه ستونزه داده چې د امریکا اوسنی حکومت په میاشتو کې ددې موضوع حل کول غواړي، خو دا ډول قضیې کلونو ته اړتیا لري. بل افغان څېړونکی خالد مجیدیار، هم پر دې ټینګار کوي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ مذاکراتو کې د افغانستان د دولت نه شتون ښایي بدګمانۍ وزیږوي. هغه وایي، طالبانو تر اوسه له دې مذاکراتو یواځې د خپل سیاسي مشروعیت او د خپلو ګټو لکه سیاسي بندیانو د خوشې کیدو لپاره ګټه اخیستې ده، نه د جګړې د پای ته رسولو لپاره.