د قطر د لومړي وزیر مرستیال خالد العطیه ویلي چې هېواد یې له ګواښونو سره د مخ هېوادونو د کړکېچونو په حل کې خپله ټوله همکاري کړې او کوي یې. هغه چې د سویس په داووس ښار کې یې نړیوالې اقتصادي مجمعې ته خبرې کولې، په قطر کې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي او طالبانو ناستې ته په اشارې وویل، قطر د افغان سولې برخه کې همکاریو ته چمتو دی او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې نن د دریمې ورځې لپاره په قطر کې د طالبانو او امریکایي لوري تر منځ خبرې روانې دي. طالبانو ویلي، په یاده ناسته کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او طالب بندیانو پر برخلیک خبرې کوي.