د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې یو سرتېری یې پرون په افغانستان کې وژل شوی دی. سرچینې د پېښې د ځای په اړه څه نه دي ویلي خو زیاته کړې یې ده چې دا سرتېری یې د وسله والو طالبانو د سپکو وسلو د ډزو په پایله کې وژل شوی دی. یوې سرچینې بیا د نوم نه ښودو په شرط رسنیو ته ویلي چې یاد سرتېری د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې وژل شوی دی. دا په روان میلادي کال کې دویم امریکایي عسکر دی چې وژل کېږي.