د اسیا پراختیایي بانک مشر تاکهیکو ناکاو ویلي چې له افغانستان سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي. نوموړي دا خبرې له اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره په داووس کې د نړیوالې اقتصادي غونډې په څنډه کې د لیدنې پر مهال کړې دي. هغه په پراختیایي برخه د یاد بانک له خوا د بنسټیزو پروژو د تمویل ډاډ ورکړی دی. تاکهیکو دغه راز په افغانستان کې پراختیایي پانګونې او د وړو او لویو اقتصادي پروژو پلي کولو ته هم چمتوالی ښودلی دی. د یادونې ده چې اجراییه رییس عبدالله عبدالله پرون د اقتصاد په نړیواله غونډه کې د ګډون په موخه د سویس داووس ښار ته تللی دی.