د بغلان د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې په روان ۱۴۰۲ کال کې د دې ریاست په همغږۍ نړیوال بانک، اکتید او یونسف موسسو د څه باندې ۵۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۰ پروژو چارې د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې بشپړې کړې دي. د بغلان د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست د برنامو آمر انجنیر وسیم رشیدي وايي، چې نړیوال بانک، اکتید او یونسف د بغلان په خنجان، دوشي، تاله او برفک، بنو، ده صلاح، پلحصار، پلخمري، مرکزي بغلان، نهرین او دهنه غوري ولسوالیو کې د۲۰ پروژو چارې چې د شبکو بیارغونه، د شبکو جوړول او د نیمه ژورو څاګانوکیندل پکې شامل دي بشپړې کړې دي. رشیدي زیاته کړه چې په دې پروژو ۵۴ مېلیونه، ۶۰۸ زره او ۵۰۹ افغانۍ لګښت راغلی دی، چې په روان کال کې یې چارې بشپړې شوې دي.





























