اروپايي ټولنه وايي، دوى له افغانانو سره ولاړ دي او له ترهګرۍ سره مبارزه کې به یې له افغانستان سره مرستې دوام ومومي. د امنيت شورا له دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبيا د ملي امنيت له سلاکار حمد الله محب سره ليدلي دي. سرچينې زياته کړې چې د دې ليدنې پر مهال د افغان سولې په بهیر کې د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د همکارۍ د عمل پر پلان او د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا بحث شوی دی. په خبرپاڼه کې راغلي، ټاکل شوې ده چې ګډ ټیمونه به نږدې راتلونکي کې د یاد پلان پر جزییاتو کار پيل کړي. سرچینه وایي، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي کوبیا له ترهګرۍ سره مبارزې او د سولې بهیر کې د افغان حکومت لاسته راوړنې ستایلې او ډاډ یې ورکړی چې اروپايي ټولنه به د افغانستان د دولت او خلکو ترڅنګ پاتې شي.