روسي رسنۍ وایي، یوه روسۍ الوتکه چې د یاد هېواد له سورګوت ښار نه پلازمینې مسکو ته پر لاره وه، د یو وسله والو کس د ګواښونو له امله بېړنۍ ناستې ته اړ کړل شوې ده. د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې، یو وسله وال کس غوښتل د یادې الوتکې مسیر د افغانستان لور ته وګرځوي چې الوتکه بېړنۍ ناستې ته مجبوره شوه. ویل کېږي چې دا الوتکه د ایرفلوت هوایي شرکت اړوند وه. تر اوسه د یاد وسله وال کس هویت نه دی په ډاګه شوی. د دې الوتکې له ناستې وروسته اړوند هوایي شرکت اعلان کړی دی چې په الوتکه کې چاته زیان نه دی اوښتی. روسي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.