د سولې له خبرو سره هممهاله په افغانستان کې د تاوتریخوالي دوام د اندېښنې وړ دی. د عربي رسنیو د راپورونو له مخې د سعودي عربستان پادشا سلمان بن عبدالعزیز په افغانستان کې وروستۍ خونړۍ ترهګریزې پېښې غندلې دي. د سعودي عربستان د پادشا له قوله ویل شوي چې د سولې له خبرو سره هممهاله په افغانستان کې د تاوتریخوالي دوام د جدي اندېښنې وړ دی. ملک سلمان ویلي چې د افغانستان روانه جګړه د خبرو له لارې د حل وړ ده، خو د سولې د خبرو تر څنګ د تاوتریخوالي دوام او خونړیو پېښو رامنځ ته کېدل د ټولو اړخونو لپاره د اندېښنې وړ مسئله ده. نوموړي د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزه ټینګار کړی دی او ویلي یې دي چې د سعودي عربستان حکومت او خلک په دې سختو او حساسو شرایطو کې د افغانانو تر څنګ ولاړ دي. هغه د وروستیو پېښو په اړه له افغان ولس سره خپله خواخوږي شریکه کړې ده.