پاکستان وایي امریکا ورسره د اړیکو ښه کېدو ژمنه کړې ده. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي له ګڼو امریکایي چارواکو او استازو سره تر لیدنې وروسته په یوه مرکه کې ویلي، امریکا ژمنه کړې چې له پاکستان سره به په اړیکو کې ښه والی راولي. دده په خبره له ځینو امریکايي ديپلوماتانو او په دې وروستیو کې له امریکايي سناتور لندسي ګراهام سره تر لیدنې وروسته د امریکا او پاکستان په اړیکو کې پرمختګونه شوي دي. دده په وینا امریکا ترې غواړي چې په افغانستان کې د روانې جګړې په پای ته رسولو کې پاکستان همکاري وکړي نو اسلام اباد هم دې کار ته تیار دی، چې له امله یې د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکې مخ پر ښه کېدو دي. محمود قریشي ویلي دوی هڅه کوي په افغانستان کې د ثبات په راوستو کې همکاري وکړي او په دې توګه د خبرو له لارې دلته روانه جګړه پای ته ورسوي. پاکستان په ځلونو ژمنه کړې چې په افغانستان کې به د سولې په پروسه کې مرسته کوي، خو تر دې دمه یې عملي ګامونه نه دي اوچت کړي.