د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو په اړه په تازه څرګندونو کې ویلي، امریکا هڅه کوي پر طالبانو په افغانستان کې د خپلو نظامي اډو موجودیت ومني. د کابلوف په خبره تر اوسه لا روښانه شوې نه ده چې طالبان به دغه خبره ومني کنه. د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي همدا راز ویلي چې تر اوسه د امریکایانو او طالبانو ترمنځ روانې خبرې په ابتدايي مرحله کې دي او جزیات یې نه دي خپاره شوي. هغه زیاته کړې چې امریکا باید په سیمه کې خپل نظامي حضور پای ته ورسوي او افغانان دې هم روانه جګړه د خبرو او مذاکراتو له لارې ختمه کړي. کابلوف تېره ورځ هم ویلي وو، چې مسکو د افغان سولې په برخه کې همکارۍ ته تیار دی او ښايي زلمی خلیلزاد په همدې اړه یو ځل بیا روسیې ته سفر وکړي.