د سره صلیب کمېټې په تازه خپرو کړو معلوماتو کې ویلي، په افغانستان کې یې د فعالیتونو په دېرشم کال لا هم زرګونه کسان ددغه کمېټې مرکزونو ته مراجعه او د مرستې غوښتنه کوي. ددغه ادارې په وینا دوی تر دې دمه ۲۲ زره معلولینو ته ډول ډول خدمات وړاندې کړي دي او لا هم زرګونه معلولین په افغانستان کې لاسنیوي او مرستې ته اړتیا لري. سور صلیب زیاتوي، د معلولینو لپاره د ودې زمینې نه شتون، د کاري فرصتونو کموالی او ورځ په ورځ ددغه کسانو په شمېر ور ډېرېدل هغه ستونزې دي چې د مخنیوي اړتیا یې لیدل کېږي. سور صلیب وايي دوی تر خپلې وسې پورې په افغانستان کې له اړمنو په تېره له معلولینو سره مرستو ته ژمن دی او په دې برخه کې به یې روان فعالیتونه دوام ولري.