د قطر په پلازمینه دوحه کې نن د څلورمې ورځې لپاره هم د طالبانو او امریکا ترمنځ مخامخ خبرې روانې دي. سپوږمۍ راډیو ته باوري سرچینو ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې د اجنډا مطابق مخ ته ځي او نن به هم دوام وکړي. تر دې دمه په دغه خبرو کې له افغانستان د امریکايي ځواکونو پر وتلو، د امریکا او نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې پر نه استعمال، د بندیانو پر خوشي کولو، له تور لېست د طالبانو د مشرانو پر ایستلو او اوربند بحثونه شوي دي. ددغه خبرو نور جزیات تر اوسه نه دي خپاره شوي او دا هم نه دي ویل شوي چې خبرې به تر کومه پورې دوام وکړي. زلمی خلیلزاد څلور ورځې وړاندې قطر ته تللی دی او هلته یې له طالب استازو سره د افغان سولې په اړه خبرې پيل کړې دي. هغه تر قطر مخکې، چین، پاکستان او هند ته هم تللی و. خلیلزاد خپل سفر ګټور او له لاس ته راوړنو ډک بللی دی.