دامریکا ددفاع وزارت په اروزګان کې د پروني وژل شوي عسکر په اړه معلومات خپاره کړي دي. ددغه وزارت د معلوماتو له مخې یو ۳۳ کلن نظامي افسر یې تېره ورځ د اروزګان په ترینکوټ کې په یوه جګړه کې وژل شوی دی. ددغه وزارت وايي چې بېل ۳۳ کاله عمر درلود او په مهمو برخو کې یې نظامي زده کړې درلودې. د پنټاګون په وینا هغه د ځانګړو ځواکونو یو ځيرک افسر و، چې تېره ورځ له دښمن سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی دی. د امریکا ددفاع وزارت پر دې پېښه خواشیني څرګنده کړې ده. په تېرو اوو ورځو کې دا دویم امریکایي عسکر دی چې په افغانستان کې وژل کېږي. ددفاع وزارت وایي چې له افغان حکومت او افغانانو سره به ددوی ژمنې او ملاتړ پر خپل ځای وي.