په قطر کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ په خبرو کې طالبان په شپږو میاشتو او امریکا په ۱۸ میاشتو کې د ځواکونو پر ایستلو ټینګار کوي.
سپوږمۍ راډیو ته باوري سرچینو ویلي، طالبانو له امریکا غوښتي چې د یوه مهالوېش له مخې په شپږو میاشتو کې د خپلو ځواکونو وتل اعلان کړي، چې له اعلان سره سم به دوی اوربند کوي او له افغانانو سره به د راتلونکي حکومت، اساسي قانون او نورو مسایلو په اړه خبرې کوي. امریکا بیا ټینګار کوي چې دوی خپل ځواکونه په ۱۸ میاشتو کې په تدریجي ډول له افغانستان څخه وباسي او په دې مرحله کې به طالبان له افغان حکومت او افغانانو سره د نظام پر ډول او نورو مسایلو توافق کوي. امریکا وايي چې د ځواکونو وتل به یې له توافقاتو سره تړلي وي، کله چې یو توافق عملي کیږي، نو یوه برخه امریکایان به وځي او په همدې ډول به دوام کوي. کله چې ټول توافقات بشپړ او عملي شول، نو وروستي امریکايي ځواکونه به هم له افغانستان څخه وځي.
سپوږمۍراديو ته دغو باوري سرچینو ویلي چې طالبانو امریکایانو ته ویلي چې که دوی په شپږو میاشتو کې د وتلو اعلان وکړي، نو د اوربند او د زور د نه کارونې په اړه به قطر، ترکیه، روسیه او چین د دوی ضمانت کوي، خو امریکايي لوری وايي چې دوی د ضمانت پر ځای غوره ګڼي چې هر څه په خپله وڅاري او کله چې توافقات بشپړ او عملي شول، نو خپل وروستي ځواکونه به هم وباسي.
سرچینه زیاتوي چې اوربند، د بندیانو تبادله، له افغان حکومت سره خبرې، تور لېست او د خبرو لپاره د طالبانو د دفتر رسمي کېدل د قطر د وروستیو خبرو نورې اجنډواې دي.
دغه سرچینو سپوږمۍ ته ویلي چې په ځینو مسایلو کې نظریات نږدې شوي دي، نو ځکه خبرې نن څلورمې ورځې ته هم وغځېدلې.