د رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان حکومت یوه هندي هوايي شرکت ته چې افغانستان ته پروازونه کوي ویلي، چې نور دې د پاکستان له فضا افغانستان ته پروازونه نه کوي. سرچینه زیاتوي تېره اونۍ درې ځله د پاکستان ملکي هوايي چلند سپایس جېټ کارګو الوتکې ته خبرداری ورکړی چې د پاکستان له فضا په تېرېدو دې افغانستان ته خپل سوداګریزو پروازونه ودروي. هندي حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. دغه الوتکه تر ډېره د افغانستان د هوایي دهلیزونو له لارې هند ته سوداګریز توکي لېږدوي، خو اوس یې پاکستان په کارونو کې خنډونه جوړ کړي دي. افغان حکومت هم تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی. پاکستان داسې مهال دغه اقدام کوي چې افغان حکومت پاکستان منزوي بولي او وایي چې پر دغه هېواد یې سوداګریزه اتکا کمه شوې ده.