اروپايي ټولنې له افغان حکومت سره د سولې په برخه کې خپلې ژمنې تازه کړې ده. د ملي امنیت شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اروپايي ټولنې او افغان حکومت استازو د سولې په اړه د اروپايي ټولنې پر ژمنو بحثونه کړي دي. اروپايي ټولنې د تېر کال په نومبر کې له افغان حکومت سره د سولې په برخه کې ژمنې کړې وې. د افغانستان لپاره ددې ټولنې استازي رولند کوبا د ملي امنیت شورا له سلا کار حمد الله محب سره د لیدنې پر مهال ویلي چې ددوی ژمنې پر خپل ځای دي او د سولې په برخه کې اروپايي ټولنه بشپړې همکارۍ ته تیاره ده. اروپايي ټولنې همدا راز ویلي چې د سولې په برخه کې دوی د احتمالي ضامن په توګه هم د دنده ترسره کولی شي. دواړو لورو په افغانستان کې د امنیت پر تامین او د سولې پر راتګ ټینګار کړی دی او اروپايي ټولنې په دې برخه کې د هر اړخیزو مرستو ډاډ ورکړی دی.