د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې د حکومت له لوري د بدلونونو راوستل غیر قانوني اقدام دی. د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د نوماند حنیف اتمر مطبوعاتي دفتر په يوه اعلاميه کې وايي چې د حکومت له لوري د ټاکنو په کمیسیون کې د بدلونونو راوستلو طرحه غیر قانوني ده او باید په اړه یې له نوماندانو سره سلا مشوره وشي. حنیف اتمر ویلي حکومتي مشران د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماندان دي نو د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې پخپل سر او له نورو نوماندانو سره تر مشورې پرته بدلونونه نه شي راوستلی. حنیف اتمر ویلي دوی په ټاکنیزو کمیسیونونو کې د اصلاحاتو ملاتړ کوي خو دغه اصلاحات باید قانوني او له سیاسي چلندونو پاک وي. دده په خبره د هر ډول اصلاحاتو په اړه باید له نوماندانو، نړیوالو بنسټونو او مدني ټولنو سره سلا مشورې وشي او تر هغه وروسته دې پرېکړه وشي.