د سولې د عالي شورا د دارالانشا رییس عمر داوودزی چین ته رسېدلی دی. د سولې عالي شورا سرچینې وایي چې نوموړي نن د چین په پلازمينه کې له یو شمېر مهمو چینايي چارواکو سره د سولې په اړه خبرې کړې دي. نوموړی هڅه کوي د سولې لپاره سیمه ییزه اجماع پیاوړې کړي نو له همدې امله یې تر پاکستان وروسته چین ته سفر کړی دی. هغه به نن له چینايي چارواکو سره تر یو لړ بحثونو وروسته په بيجينګ کې د چین د نړیوالو اړیکو په انیستیتوت کې وینا وکړي. هغه به د افغان سولې په اړه معلومات ورکړي او د سیمې له هېوادونو به وغواړي چې ددغه پروسې ملاتړ وکړي.