د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر صلاح الدین رباني سره کتلي دي. نوموړي په دغه لیدنه کې ویلي چې ملګري ملتونه د افغانستان د سولې، ټاکنو او کابل پروسې په اړه خبرې کړې دي. دواړو لورو پر راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو هم بحثونه کړي دي او ددغه ټاکنو پر شفافیت او د خلکو حقوقو ته پر درناوي یې ټینګار کړی دی. تادامیچي یاممتو ویلي چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ کوي او همدا راز د کابل پروسې د بلې غونډې د جوړېدو په برخه کې همکارۍ ته تیار دي.