په سعودي کې د افغانستان سفير سيد جلال کريم د دغه هېواد د حج او عمرې له وزير سره افغان زيارت کوونکو ته د اسانتياوو په برابرولو خبرې کړې دي. په رياض کې د افغانستان سفارت له خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان پلاوي د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزیر محمد صالح بنتن سره د دواړو خواوو د حج او عمرې اړوند موضوعاتو او دوه اړخيزو همکاریو په اړه خبرې کړې. د افغانستان سفير د افغان حاجیانو او عمره کوونکو لپاره د سعودي له همکاريو او مرستو د مننې تر څنګ په دې برخه کې د نورو همکاريو غوښتنه کړې ده.