اجراییه ریاست وایي، په افغانستان کې تلپاتې او عادلانه سولې ته د رسېدو یوازینۍ لار د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې دي. د یاد ریاست ویاند امید میثم له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې تمه ده د دوحې په غونډه کې به زلمی خلیلزاد طالبان قانع کړي چې بین الافغاني خبرو ته حاضر شي. دا په داسې حال کې ده چې د قطر په پلازمینه دوحه کې د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د افغان سولې لپاره د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ د ۱۱کسیز امریکایي پلاوي او د شیرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو د ۹ کسیز پلاوي ترمنځ څلورم پړاو خبرې نن څلورمې ورځې ته غځېدلې دي.