د غزني د ولسونو جرګه وایي، په یاد ولایت د ولسي جرګې ټاکنې چې د خلکو د اعتراضونو له امله ځنډېدلې وې یو ځل بیا د یو مشخص قوم په ګته مهندسي شوې دي. د یادې جرګې د سیاسي کمېټې رییس احسان الله صدیق وویل، د ولسي جرګې ټاکنو په اړه چې کومه نوې طرحه وړاندې شوې ده ددې ښکارندویي کوي چې د یو مشخص قوم په ګټه طراحي شوې ده. هغه وویل، ټولې ټاکنیزې حوزې باید د قومونو د نفوسو د انډول پر بنسټ وټاکل شي، ځکه له دې پرته د غزني ستونزه په هیڅ ډول د حل وړ نه ده. دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني څه موده وړاندې د اجراییه ریاست د لومړي مرستیال انجنیر محمد خان په مشرۍ یو پلاوي ته دنده وسپارله څو د غزني ستونزه حل کړي. د یادې جرګې په خبره یاد پلاوي داسې طرحه ترتیب کړې چې په ښکاره د یو مشخص قوم په ګټه ده او نور قومونه پکې یو ځل بیا څنډې ته پرېښودل شوي دي. هغه ویلي که چېرته حکومت له دې مسالې سره په پټو سترګو برخورد وکړي نو په پراخو مدني حرکتونو به لاس پورې کړي.