اجراییه ریاست وایي، ملي یووالی حکومت د یوې موافقې پر بنسټ رامنځته شوی دی او د ولسمشر له لوري د محقق لرې کېدل د ملي یووالي حکومت له هوکړې سره په ټکر کې عمل دی. له اجراییه ریاسته په خپرې شوې اعلامیې کې راغلي، د ملي یووالي حکومت په تېرو ولسمشریزو ټاکنو د دوو مخکښو ټاکنیزو ټیمونو ترمنځ د موافقې پر اساس د ګډ کار او ښې همکارۍ په موخه را منځته شوی دی. سرچینه کاږي، د ولسمشر له لوري د یاد ریاست د دویم مرستیال ګوښه کېدل نه یوازې دا چې د دوو ټیمونو ترمنځ د موافقې له اصلو سره په ټکر کې ده، بلکې کولی شي د هېواد ملي یووالی او د ګډ کار روحیه هم کمزوري کړي. دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر نن د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق له دندې ګوښه کړی دی.