وال سټریټ ژورنال امریکایي روځپاڼې ویلي چې د قطر غونډې په څلورمه ورځ طالبان د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره دې موافقې ته رسېدلي دي چې له یاد هېواده به ګاونډیو او نورو هېوادونو ته زیان نه پېښېږي. سرچینه کاږي چې طالبانو پر دې هم موافقه کړې ده چې القاعده او داعش ډلې ته به په خپله خاوره کې د فعالیت اجازه نه ورکوي. ورځپاڼه لیکي، دا د امریکا لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ده. طالبانو څلور ورځې وړاندې د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره خبرې پیل کړې وې چې نن پای ته رسېدلې دي. که څه هم تر اوسه د یادې ناستې جزیات نه دي خپاره شوي خو ځينو سرچینو ویلي، امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو له وتلو سره موافقه کړې او په بدل کې یې طالبانو هم پر اوربند هوکړه کړې ده.