د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کې پر ملکي تلفاتو خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده. د کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، حامد کرزی د افغانانو پر وړاندې دغه راز ظالمانه کړنې په کلکو ټکو غندي. او دغه ډول بشري ضد عمل چې په پایله کې یې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۶ هېوادوال شهیدان او ټپیان شوي، د ټولو انساني او اسلامي ارزښتونو او اصولو خلاف عمل او د افغانستان پر خلکو ستر ظلم دی ،پخواني ولسمشر د امریکا له متحده ایالاتو غوښتنه کړې چې د افغانانو د کلیو او کورونو د بمبارۍ پرځای دې، چې هېڅ کله به هم د دوی لپاره مطلوبه نتیجه ونلري، د خبرو او تفاهم له لارې سولې ته د رسېدو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.