د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو هوایي برید کې د یوې کورنۍ ټول ۱۶ غړي وژل شوي دي. په مشرانو جرګه کې د هلمند د خلکو استازی هاشم الکوزی وایي، دغه برید د شپې یولس بجې د حاجي نور محمد پر کور شوی دی. نوموړي زیاته کړې په دغه برید کې د وژل شوو لویه برخه ښځې او ماشومان دي. د هلمند ولايت ځايي چارواکو دا مرګ ژوبله رد کړې ده خو زیاتوي، د یاد ولایت نظامي شورا د دې پيښې څرنګوالي په اړه پلاوی ګومارلی، چې معلومه کړي دغه پېښه تازه ده او که څنګه. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د هوایي بریدونو د ډېرېدو له امله ملکي مرګ ژوبله خپلې وروستۍ کچې ته رسېدلې ده.