ولسمشر اشرف غني وایي، د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هلې ځلې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د لارې هوارول دي. غني دا څرګندونې پرون د سویس په داووس ښار کې د نړیوالې اقتصادي غونډې په ترڅ کې د یوه ټلویزیوني بحث پر مهال کړې دي. غني زیاته کړې د سولې لپاره سیمه ییزې او نړیوالې اجماع ته اړتیا ده. د افغان سولې په تړاو د امريکا استازي خليلزاد په ګډون له تېرو څلورو ورځو راهيسې په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې په اړه خبرې روانې دي. د هغه په وینا، افغانستان اوس هغه پخوانی نه دی، بدل شوی دی او ډېر ژر به افغانستان په خپلو پښو ودریږي. غني له پاکستان سره د اړیکو په اړه ویلي، افغانستان غواړي له پاکستان سره ښې اړیکې ولري، دا اړیکې د درېیو عمده ستونزو هواورلو سره حل کېږي، د تاوتریخوالي له منځه وړل، له ترهګرۍ سره ګډه مبارزه او افغانستان د انرژۍ په برخه کې ښه سرچینه ثابتېدلی شي. د ده په خبره، د نړیوال بانک د راپور له مخې، که پاکستان په اوسنیو شرایطو کې همداسې دوام ولري، نو په ۲۰۴۷ کال کې به د نړۍ په کچه تر ټولو بېوزله هېواد وي، خو که خپلې تګلارې بدلې کړي او سیمه ییزې همکارۍ پیل کړي، نو د منځنې کچې عاید لرونکی هېواد به وي.