د هلمند والي ومنله چې د دې ولايت په سنګين ولسوالۍ کې يو شمېر بې ګناه ملکي وګړي وژل شوي او ټپيان دي. د هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين پر يادې شوې مرګ ژوبله خواشيني ښودلې او ويلي يې دي، چې امنيتي او دفاعي ارګانونو ته يې امر کړی، چې یاده موضوع په هر اړخيز ډول وڅېړي، ترڅو معلومه شي چې دغه پېښه څه ډول رامنځته شوې او عاملين يې څوک دي. ده زیاته کړې، هغه معلومات چې تر دې دمه د دوى لاس ته ورغلي، د دې ښکارندويي کوي چې د مخالفينو پر يوه مرکز د هوايي بريد له کبله څنګ کې د ملکي وګړو هغه کور چې په پراخه توګه په کې چاودېدونکي توکي ايښي وو، چاودل شوي، چې له کبله يې بې ګناه ماشومانو، ښځو او نورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. تردې مخکې والي په يوه خبري غونډې کې ويلي و چې په دغو عملياتو کې وسله والو مخالفيو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. خو په مشرانو جرګه کې د هلمند د خلکو استازي او ځايي اوسېدونکي وايي چې په سنګين ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال د يوې کورنۍ ګڼ شمېر ملکي وګړي وژل شوي دي. د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي، افغان امنیتي ځواکونو په سنګین ولسوالۍ کې د عامو خلکو په کورونو باندې بمبارۍ کړې چې په ترڅ کې يې د یوې کورنۍ ۱۳ تنه وژل شوي دي.