طالبانو تېره شپه ناوخته په يوه رسمي اعلاميه کې ويلي دي چې د اسلامي امارت د مقام له فرمان سره سم يې ملا عبدالغنی برادر په سیاسي چارو کې د مشرتابه مرستیال او د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د رئيس په توګه ټاکلی دی. اعلاميه زياتوي چې دغه ګام يې له امریکايي لوري سره د روانو مذاکراتو د پروسې د لا تقويې او په ښه توګه ترسره کولو په منظور پورته کړی دی. د طالبانو اعلاميه دغه راز زياتوي چې د ملا عبدالغني برادر په ګمارنې سره به د دوی مذاکراتي ټيم له امریکايي جهت سره خپلو روانو خبرو ته دوام ورکوي او هېڅ ډول بدلون به نه په کې راځي. اعلاميه وايي چې د ملا برادر اخند د ټاکنې ترڅنګ يې په بیلابیلو نظامي، او ملکي اداراتو کې یو شمېر نورې ګڼې ټاکنې هم ترسره کړې دي، تر څو روانې جنګي او سیاسي هلې ځلې په ښه توګه پرمخ لاړې شي.
ماشاآلله ډېر ښه کار وشو په دې سره به د پاکستان ګتي انشاآلله لا په خطر کې شي تر څو امتیاز په افغان سوله کې ترلاسه نکړي.