افغانستان له زيمنس کمپنۍ سره داسې هوکړه وکړه چې له مخې به يې دغه کمپنۍ له نوې ټکنالوجۍ څخه په استفادې په افغانستان کې د تل پاتې پراختيا د ودې لپاره همکاري کوي. د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه هوکړه ليک د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې تېره ورځ د مالیې وزارت سرپرست محمدهمایون قیومي او د زیمنس کمپنۍ د استازو ترمنځ لاسليک شو. سرچينه ليکي چې دا هوکړه د سوېس د داووس ښار د نړیوال اقتصادي کنفرانس په څنډه کې لاسلیک شوه. د دې تفاهمنامې له مخې به دواړه لوري د یوې جامع ستراتېژۍ پر جوړولو کار وکړي چې پر بنسټ به یې زیمنس کمپنۍ له نوې ټکنالوجۍ څخه په استفادې په افغانستان کې د پایداره توسعې د ودې لپاره همکاري کوي. په خبرپاڼه کې راغلي چې د نوې انرژۍ د تولیدي ظرفیت د ایجاد له لارې د انرژۍ د بسټونو د ځنځيري ارزښت پیاوړي کول، د انرژۍ د وېش او لېږد د نویو سیستمونو د بنسټونو جوړول، نصبول او د انرژۍ د موجوده بنسټونو نوي کول؛ د افغانستان د طبیعي ګاز ارزونه او د هغې د لېږد د سیستم پراختیا د دې تفاهمنامې موخې دي.