د سولې عالي شورا وايي، د ملا غبدالغني برادر ټاکنه به د طالبانو د قطر دفتر صلاحیتونه زیات کړي. د سولې د عالي شورا مرستیال مولوي عطاءالرحمن سلیم وايي، چې د طالبانو د قطر دفتر تر دې مخکې پوره صلاحیت نه لاره او په ټولو چارو کې به یې له کوټې شورا او یا نورو طالب مشرانو څخه اجازه اخیستل چې د ملا غبدالغني برادر ټاکنه به دغه ستونزه تر یو حده لرې کړي. نوموړي ویلي. چې ملا برادر د وسله والو طالبانو د مشر د دریم مرستیال او د طالبانو په لیکو کې د یوه مهم مشر په توګه د سولې په خبرو کې مهم رول لوبولی شي. سلیم وویل چې د ملا برادر په راتګ سره به د قطر دفتر صلاحیتونه زیات شي او د سولې خبرې به ګړندۍ شي. طالبانو تېره شپه ناوخته په یوه خبرپاڼې کې وویل چې ملابرادر یې له امریکايي لوري سره د روانو سیاسي خبرو د ځواکمنتیا په موخه ټاکلیوسله وال طالبان پر داسې مهال ملا غبدالغني برادر د قطر د فتر د مشره په توګه ټاکي چې له تېرو پنځو ورځو راهیسې د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالب استازو او د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي تر منځ خبرې راوانې دي.