د کرنې وزارت وایي، په هلمند کې پر ۲۰۰ جریبه ځمکه د پستو بڼ جوړېږي. له دغه وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروګرام له مخې په دغه ولایت کې د پستو بڼ جوړېږي او تر څنګ یې ۴۱ بڼوال هم روزل کېږي. د هلمند د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، تېر کال په دغه ولایت کې ۱۶۴ جریبه د پستو بڼونه جوړ شوي وو چې د ښو پایلو او حاصلاتو له امله اوس ګڼ شمېر نورو خلکو هم په خپلو شخصي ځمکو کې د پستو بڼونه جوړ کړي.