د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې بهرنیو ځواکونو د هوايي برید پر مهال ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې. په دې برید کې هغه هدیره په نښه شوې چې د تېرې ورځې د قربانیانو جنازې مراسم پکې تر سره کېدل. تر اوسه د دې برید له امله د لسو کسانو د وژل کېدو او شپږو نورو د ټپي کېدو خبر تایيد شوی. پرون هم د دې ولایت په سنګين ولسوالۍ کې يو شمېر بې ګناه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.