د حاجي محمد محقق په مشرۍ وحدت ګوند وايي چې محقق به د اجراييه رياست د دويم مرستيال په توګه دندې ته ادامه ورکړي او ددغه ګوند په خبره چې د محقق لرې کول د ولسمشر صلاحيت نه دى. محمد محقق چې د حنيف اتمر په ټاکنيز ټيم کې د ولسمشرۍ دويمې مرستيالۍ ته غوره شوی،ولسمشر غني د يوه فرمان له مخې د اجراييه رياست له دويمې مرستيالۍ څخه ګوښه کړ. اجراييه رياست د محقق د ګوښه کېدو په غبرګون کې ويلي چې د بې ثباتۍ رامنځته کېدل د هېڅ ډلې په ګټه نه دي او د محقق لرې کول د شوي سياسي تړون له روحيې سره په تضاد کې دي. دغه راز د وحدت ګوند سرپرست ناطقي نن په يوه خبري ناسته کې وويل چې د ملي يووالي حکومت د دوه ټاکنيزو ټيمونو د يوه سند په اساس رامنځته شو او محقق د خلکو د رايو په اساس په ملي يووالي حکومت کې برخه اخيستې . نوموړي وويل چې د محقق لرې کول د قانون خلاف دي او دا د ولسمشر صلاحيت نه دى او محقق به د اجراييه رياست د دويم مرستيال په توګه خپل کار ته دوام ورکړي.