د بغلان ولایت لسګونو دیني عالمانو او قومي مشرانو د جګړې پر دواړو لوریو غږ وکړ چې د روان کړ کېچ د پای ته رسولو لپاره دې ژر تر ژره اوربند وکړي. دیني عالمان وایي، د جګړې د پای ته رسولو یوازینۍ لار بین الافغانی مذاکرات دي او طالبان باید دامریکا پرځای مخامخ له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر شي. دینی عالمان وایی، وسله وال مخالفین دې خپلې غوښتنې له سیاسي لارو او دمذاکراتو پر میز مطرح کړي. دوی وایی، په روانه جګړه کې یوازې عام افغانان قرباني کیږي او دوام یې هم د ټولو افغانانو پر زیان دی، نو اړتیاده چې ژر دا جګړه پای ته ورسول شي. دیني عالمان وایي،اوس مهال چې د جګړې دواړه لوري په دې قانع شوي چې جګړه د حل لار نه ده نو اړتیاده چې خپله خلک لاس په کار او پر دواړو لوریو فشار راوړي څو مخامخ خبرو ته حاضر شي.