بلخ کې د افغان ترک ښوونځی دپولیسو لخوا کلابند شوي دی. د افغان ترک لیسې یوه فرهنګي مسوول وویل چې افغان ځواکونو پر دغه مکتب هجوم ور وړی او یو شمېر استادان یې هم نیولي دي. هغه زیاته کړه چې پولیس هڅه کوي څو د دغه مکتب مسوولیت له خصوصي سکتور څخه واخلي او ترکیې حکومت ته یې وسپاري. د هغه په وینا د پولیسو دغه اقدام غیر قانوني دی او حکومت باید دې موضوع ته په جدي ډول رسیدګي وکړي. نوموړی وایي چې د پولیسو لخوا په نیول شویو کسانو کې دوه ترکي وګړي هم شامل دي. په ورته وخت کې د افغان ترک لیسې د زده کوونکو کورنۍ د پولیسو پر دغه اقدام غصه دي. د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد رسنیو ته ویلي چې د افغان حکومت او ترکیې تر منځ د ګډ توافق له مخې باید د دغو ښوونځیو مسوولیت د ترکیې معارف ته وسپارل شي. د هغه په خبره پولیس هڅه کوي چې دغه موضوع په سوله ییز ډول حل کړي.