ټاكل شوې چې روانه اونۍ د شاوخوا اوو نورو ولايتونو د ولسي جرګې ټاكنو وروستۍ پايلې اعلان شي. د ټاكنو خپلواك كمېسيون مرستيال وياند عبدالعزيز ابراهيمي وايي، چې د ژمنې له مخې ممكن د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون نن د يو شمېر ولايتونو د ټاكنو په اړه د خپلو څېړنو پايلې له دوى سره شريكې كړي. د نوموړي په خبره، وروسته له هغې، چې د ټاكنو خپلواك كمېسيون د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون د څېړنو پايلې ترلاسه كړي، په دوو ورځو كې به د دغو ولايتونو د ولسي جرګې ټاكنو وروستۍ پايلې اعلان كړي. په همدې حال كې د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون منشي او وياند علي رضا روحاني وايي، دوى هڅه كوي نن يا سبا د شاوخوا اوو ولايتونو د ټاكنو اړوند شكايتونو د څېړنو پايلې د ټاكنو له خپلواك كمېسيون سره شريكې كړي. د ټاكنو خپلواك كمېسيون تر دې دمه د ۱۲ ولايتونو د ولسي جرګې ټاكنو وروستۍ پايلې اعلان کړې دي.