نن هم د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې روانې دي. په قطر کې طالب سرچینو رسنیو ته ویلي چې د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د طالب استازو خبرې نن هم دوام لري. سرچینې دا نه دي ویلي چې په نننیو خبرو کې به پر کومو مسایلو بحث کېږي خو ویل کېږي چې طالب او امریکايي پلاوی به نن د اوربند په اړه بحثونه ولري. تر دې وړاندې طالب او امریکايي اړخ له افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر ایستلو، د امریکا او نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې د نه استعمال، د بندیانو پر خلاصون، له تور لېست د طالب مشرانو پر ایستلو او ځینو نورو مسایلو بحث کړی دی. تر دې دمه د خبرو ټول جزیات د امریکا او یا هم طالبانو له لوري رسنیو ته نه دي ورکړل شوي. طالب سرچینو بیا ویلي چې ښایي سبا د غونډې ټول معلومات له خلکو او رسنیو سره شریک کړل شي.