د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس نن له مهمو چینایي چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې کوي. د سولې عالي شورا وایي چې عمر داوودزی له څو ورځو راهیسې په چین کې دی او په دې لړ کې یې ددغه هېواد د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سره کتلي دي. دواړو لورو د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي او چین په دې برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی. د سولې عالي شورا ویاند احسان طاهري وایي، چې د چین د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال وزیر سره تر لیدنې وروسته به عمر داوودزی د شانګهای د همکاریو سازمان له سکرتر جنرال سره وګوري. دده په وینا دواړه لوري به د افغان سولې پر راتګ او په دې برخه کې د شانګهای د همکاریو سازمان پر مرستو بحثونه وکړي. طاهري زیاته کړې دغه هېواد د داوودزي د سفر ستره موخه دا ده، چې د افغان سولې په اړه سیمه ییزه اجماع پیاوړې کړې او د سیمې هېوادونه دې ته تیار کړي چې له افغان حکومت سره د سولې په راتګ کې همکاري ډېره کړي.