امریکایي رسنۍ وایي ټرمپ غواړي چې د افغانستان او سوریې د جګړې او په دغه هېوادونو کې د امریکایي ځواکونو دحضور مسئله کانګرېس ته وړاندې کړي. ویل کېږي ټرمپ به له کانګرېس وغواړي چې له افغانستان او سوریې دخپلو ځواکونو د وتلو په اړه رایه ورکړي او تر هغه وروسته دې ددغه ځواکونو د حضور یا وتلو په اړه پرېکړه وشي. امریکایي شنونکي وايي، ټرمپ په دې توګه غواړي ځان د افغانستان او سوریې د جګړو له مسوولیته خلاص کړي او ټول بار د کانګریس پر اوږو واچوي. د امریکا ولسمشر پرېکړه کړې چې له افغانستان او سوریې به خپل پوځیان وباسي. په ورته وخت کې د امریکا د کانګرس ځينې غړي د هغه له دې پرېکړې سره مخالفت کوي نو له همدې امله ټرمپ غواړي دغه مسئله کانګرېس ته په خپله کېدونکې وینا کې د رایې لپاره وړاندې کړي.