دې هېل نشریې په خپل یوه مطلب کې د افغانستان د سولې مسئلې او له دې ځایه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته کتنه کړې ده. ورځپاڼه لیکي چې له افغانستان د امریکایي ځواکونو بې وخته او عجولانه وتل به دغه هېواد د ترهګرو ډلو پر مرکز بدل کړي. په مطلب کې راځي، که په افغانستان کې د ټولو شته وسله والو ډلو په اړه هر اړخیز ګامونه اوچت نه شي او ټول احتمالي مسایل تر بحث لاندې و نه نیول شي نو ښايي افغانستان سیمې او نړۍ ته په یوه بل تحدید بدل شي. سرچینه کاږي چې نړیوالې افراطي ډلې ښایي د امریکا او بهرنیانو تروتلو وروسته افغانستان ته د تګ تکل وکړي او په دغه هېواد کې ځان ته د پښې ځای پیدا کړي. دې هېل اندېښنه ښيي چې همدا اوس هم د افغانستان په ځينو ولایتونو کې دداعش غړي فعال دي او هڅه کوي خپل شمېر لوړ کړي نو په داسې یوه وضعیت کې د امریکا عجولانه او له تحلیل پرته پرېکړې به سیمه له خطرونو سره مخ کړي.