د بغلان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې په دې ولایت کې د ماین چاودنې له امله پنځه ملکیان وژل شوي دي. په یاد ولایت کې د ملي اردو د ۲۰۹ شاهین قول اردو له خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد کسان په تاله او برفک ولسوالۍ کې د وز لوبې په میدان کې د ځای پر ځای شوي بوشکه یي ماین د چاودنې له امله وژل شوي دي. په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې په دې چاودنه کې دوه کسان ټپیان شوي هم دي. د طالبانو په ګډون هیڅ کومې وسله والې ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.