انټرنیشنل پالیسی ډیګیسټ نشریې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه لیکلي چې له یاد هېواده د امریکا وتل به خطرناکې پایلې ولري. سرچینې لیکلي په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور که د امنیت په ټینګښت کې ډېر رول نه دی لرلی خو وتل به یې یو ځل بیا کورنیو جګړو ته لار هواره کړي. نشریه لیکي، په افغانستان کې د امریکا ډیپلوماټیک او نظامي حضور د کورني امنیت لپاره خورا مهم دی او که چېرته امریکا خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي نو جنګ سالاران به یو ځل بیا ځانونه منظم او دا هېواد به له ګواښونو سره مخ کړي. نشریه کاږي، په افغانستان کې د امریکا حضور له کورنيو جګړو نه د مخنیوي یوازینی لامل دی. د سرچینې په خبره، د امریکایي ځواکونو په نشتون کې به جنګ سالاران یو ځل بیا په تاوتریخوالي لاس پورې کړي او ځینې سیمې چې دوی پرې د قدرت ځواک لري تر خپلې ولکې لاندې راولي. نشریې د بیلګې په ډول د عطا محمد نور نوم اخیستی دی او ویلي یې دي، هغه یو پیاوړی پخوانی جنګ سالار او اوسنی سیاسي لوبغاړی دی چې ځان د شمال پاچا بولي او کولی شي ګواښونه رامنځته کړي.